
ګوادر 01 ستمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د چین سفیر سن وی ډونګ وئيلي دې د ګوادر پروژه د پاکستان او چین دواړو هيوادونو لپاره مهمه ده ، د ګوادر سباؤن روښانه دے ٬ دې سره به د اولس د ژوند معیار ښه شي ، ګوادر محفوظولو لپاره ګامونه پورته كول د پروژې برخه ده ، ګوادر به د سيمې هيوادونو ترمينځه د رابطو ذریعه وي ، د بلوچستان 20 مشران به د چين دوره كوي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده ګوادر كښی د بيلو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه اېښودو په مهال وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم سره ګوادر ته راتږ زما لپاره درناوے دے، ګوادر بندرګاہ د اقتصادی راهدارۍ مهمه پروژه ده ، د ګوادر بندرګاره پروژه د پاکستان او چین دواړو هيوادونو لپاره مهمه ده ۔ ده ووئيل د ګوادر بندرګاه په جوړولو د پاکستان حکومت او اولس مننه كوو ، ده ووئېل ګوادر پورټ جوړول د انجینئرانو او تکنیکی عملې د پوهې نتيجه ده ۔ د چین سفیر ووئيل ګوادر كښې په بيلو پرمختيائي پروژو کار په تندۍ سره روان دے ۔ ده ووئيل ګوادر د هيواد نورو سيمو سره تړلو لپاره به سترې لارې جوړولې شي۔ سيمه كښې تعلیمی اسانيو وركولو په پروژو كار كوو ۔ده ووئېل د بلوچستان میډیکل پوهنتون زده كونكو له چین كښې تربيه وركولې شي ۔ د چین د اړخه د ډالۍ په توګه جوړ شوي سكول كښې به 200 ماشومان زدكړې ترلاسه كولې شي۔