
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي وفاقي كابينې ستمبر لپاره د پېټروليم مصنوعاتو اوسنۍ بيعه په ځاې ساتلو پريكړه كړې ده ٬ټېكس چارو كښې د شريك انتظامي معاونت په حقله په 14 ستمبر 2016 پېرس كښې د او اي سي ډي ترمخه ګڼ اړخيزه كنونشن د لاس ليك كولو منظوري هم وركړی شوې٬وفاقي كابينې په 29 اګست 2016 د شوې اقتصادي رابطه كمېټۍ د پريكړو توثيق هم كړې٬ټېكس قوانين كښې بدلون آرډيننس 2016 او په پیټروليم د سېلز ټېكس منظوري هم وركړی شوې ۔ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ وركولو۔د اطلاعات خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد هم په دې موقع موجود ؤ۔د خزانې وزير ووئيل كابينې د وزیراعظم د كوټلي پرمختيائي اهدافو پروګرام ، د سيمو ترمينځه د رابطو لپاره موټروهیکل اینډ ریلویز سارك لوظنامې پشمول په ایجنډا د پرتو ګڼو ائټمونومنظوری وركړې ده