افغان كډوالو د پاتې شوو زمكو اخستو او خرڅولو مخ نيوې له دفعه 144 لګولې شوې

چارسده 31 اګست (اے پی پی)د چارسدې دوهم كمشنر ټوله ضلع كښې د افغان كډوالو نه په پاتې شوو زمكو د هر ډول قبضې كولو مخ نيوې له دفعه 144 لګولې ده ۔په دې حقله د دوهم كشمنر دفتر لخوا جاري شوي نوټفيكېشن له مخې دوهم كمشنر خبردارې وركړی چې ځينې قبضه كوونكې ډلې ټوله ضلع كښې په بېلو ځايونو د افغان كډوالو د كېمپونو په خالي شوو زمكو غېر قانوني توګه قبضه كوي چې ورسره ټوله ضلع كښې د امن وضعې ته خطر پیښېدې شي ٬د خطر په سمدستي توګه د چارسدې دوهم كمشنر د افغان كډوالو د كېمپ د خالي شوې زمكې په هر ډول خرڅ او اخستو دفعه 144 تر يوې مياشتې لګولې ده