د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي دبئي او متحده عرب اماراتو كښې پېل كېدونكې درې ورځني نړيوال تجارتي نندارتون”انټرسيك 2017 كښې د ګډون غوښتونكو نه تر 22 ستمبر 2016 درخواستونه وغوښتل

اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي دبئي او متحده عرب اماراتو كښې پېل كېدونكې درې ورځني نړيوال تجارتي نندارتون”انټرسيك 2017 كښې د ګډون غوښتونكو څخه تر 22 ستمبر 2016 خواستونه غوښتلي دي ۔د اتهارټي جاري شوي تفصيلات له مخې په 22 جنوري 2017 پېل كېدونكي نندارتون كښې سيفټي اينډ هېلت نائر اينډ رېسكيو٬كمرشل او انفارمېشن سېكورټي مصنوعاتو جوړونكې او برآمد كوونكي ادارې د نړيوالو خريدارو په وړاندې خپل څيزونه څارنې له اېښودې شي او كاروباري چارې ترسره كولې شي۔نندارتون به 22 جنوري نه تر 24 جنوري 2017 دبئي كښې كېږي