پاكستان په بشكيك كښې د چين په سفارتخانه د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)پاكستان د نهې پھ ورځ د تركمانستان پھ پايه تخت په بشكيك كښې د چين په سفارتخانه د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه كړې او وئېلې يې دي چې پاكستان په دې سخت وخت كښې چين سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې مونږ د چين حكومت سره د يو والي څرګڼدونه كوو٬زمونږ خواخوږي د كرغزستان حكومت سره هم ده د كوم وګړي چې پھ دې بريد كښې ژوبل شوي دي۔وياند ووئيل چې پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔د يادونې وړ ده چې د نهې په ورځ په بشكيك كښې د چين سفارت سره نزدې ترهه ګري بريد شوې چې پكښې بريد كونكې وژل شوې او د سفارتخانې درې كسان ژوبل شوي كوم چې د كرغزستان وګړي وو