په طورخم پوله د پاك افغان ځواكونو فليګ ميټنګ٬په شريكه مرسته اتفاق وشو

لنډي كوتل 30 اګست (اے پي پي)په پاك افغان پوله طورخم د پاك افغان ځواكونو ترمينځه فليګ ميټنګ وشو چې پكښې د پاكستان لخوا كرنل توفيق او اسسټنټ پولټيكل ايجنټ رحيم الله محسود او د افغانستان لخوا كرنل ثناﺀ او كمانډر امين جان او كسټم كلكټر افغان ګمرك شعيب ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پولو په مهمو مسئلو بحث وشو۔په غونډه كښې د پاكستان لخوا درې مهمې مسئلې پورته كړې شوې چې پكښې په پوله په غېر قانوني توګه د تګ راتګ په مخ نيوي كښې مرسته٬پاكستاني ډرائيورانو سره مرسته كول او د نښتو په مهال چې كومو ودانو ته زيان رسېدلې دې په هغې د رغونې كار پیل كولو لپاره زور راوړلې شوې۔ افغان ځواكونو هم افغانستان ته ډي پورټ كېدونكو افغان وګړو لپاره د خاص وخت ټاكنې٬په پاكستان كښې د وفات كېدونكو افغان وګړو په پاك افغان پوله د سپارلو په وخت د هغوي كورنۍ سره په مرسته كولو او د پاكستان څخه افغانستان ته د داخلېدونكو ګاډو لپاره د يو وخت ټاكلو په اړه ستونزې وړاندې كړی په كومو چې د دواړو هېوادونو چارواكو په شريكه مرسته اتفاق وكړو