پھ مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ ته د نړۍ پام راګرځولو لپاره د موثره سفارتكارۍ ضرورت دے

APP03-30 ISLAMABAD: August 30 - Special Assistant to the Prime Minister on Foreign Affairs Tariq Fatemi called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 30 اګست (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د كشميريانو د سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرستې روانې ساتلو د عزم پخلې كړی او وئېلې يې دي چې پھ مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ ته د نړۍ پام راګرځولو لپاره د موثره سفارتكارۍ ضرورت دے۔د كشمير د مسئلې د حل نه بغېر په منطقه كښې امن كله هم حقيقت نه شي جوړیدے۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د آزاد جمو كشمير وزيراعظم فاروق حېدر خان سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې ده سره په ايوان صدر كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔اولس مشر راجه فاروق حېدر خان ته د وزيراعظم په ټاكل كېدو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د ده په مشرۍ كښې به اولسي استازي د خلكو ښه خذمت وكړي۔اولس مشر پھ آزاد كشمير كښې په كاميابو ټاكنو د اطمينان څرګندونه وكړه۔اولس مشر ووئيل چې بايد په آزاد كشمير كښې د نوي حكومت ترجيح خلكو ته بنيادي آساني وركول وګرځي چې دغسې د اولس د ژوند معيار بهتر شي۔پھ دې لړ كښې په ټولو اولسي پروژو كښې د سپيځلتيا معيار ښه كول ضروري دي۔پھ دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم اولس مشر د اولس بهترۍ لپاره د شويو اقداماتو نه خبر كړو او د دې عزم څرګندونه يې وكړه چې د اولس خېرښېګړی لپاره به كار كوي۔اولس مشر ووئيل چې بايد د كشمير مسئله په هر نړيوال فورم په ډاګه كړی شي۔ده ووئيل چې پاكستان پھ مقبوضه كشمير كښې د كړكېچن صورتحال جاج اخلي او مونږ د هند د ناوړھ كاروائيو بشپړه غندنه كوو۔اولس مشر ووئيل چې پاكستان به پھ كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو په ضد د نړۍ پام راګرځوي۔ده ووئيل چې د كشمير د مسئلې د حل نه بغېر په منطقه كښې امن كله هم حقيقت نه شي جوړیدې۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د كشمير مسئله پھ نړۍ كښې په ډاګه كولو لپاره د پارلمان چې كوم غړي نومول شوي دوي به خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي او نړۍ به خبره كړي چې بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي۔په ملاقات كښې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال په نړيوالو چارو او د منطقې پھ صورتحال اولس مشر ته بريفنګ وركړو۔