د كورنيو چارو وزارت د هېواد په ضد په تقرير كولو او اولس تشدد ته په راپارولو د الطاف حسېن په ضد د برتانيې حكومت ته ريفرنس ولېږلو

اسلام آباد 30 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وزارت د هېواد په ضد په تقرير كولو او اولس تشدد ته په راپارولو د الطاف حسېن په ضد د برتانيې حكومت ته ريفرنس ولېږلو۔د كورنيو چارو د وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وزارت د نهې په ورځ د الطاف حسېن په ضد د برتانيې حكومت ته ريفرنس لېږلې په ريفرنس كښې د الطاف حسېن د تقرير او اولس تشدد او ناآمنۍ ته د راپارلوو شواهد هم وركړی شوي۔پھ ريفرنس كښې وئېلي شوي دي چې الطاف حسېن نه يوازې د برتانيې بلكې د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي كړې ځكه د ده په ضد دې د برتانيې د قوانينو له مخې كاروائي وكړې شي۔د ريفرنس د متن له مخې د برتانيې حكومت دې اولس تشدد ته په راپارلو او په پاكستان كښې د ناآمني خپرونكو په ضد قانوني كاروائي وكړي۔