د سپينې ماڼۍ لخوا د پاكستاني سفير د مرورتيا خط په اړه په ځائي ورځپاڼو كښې خپور شوې راپور بيخې بې بنسټه دے۔خارجه دفتر

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند د سپينې ماڼۍ لخوا په واشنګټن كښې د پاكستاني سفير د مرورتيا خط پحقله په ځائي ورځپاڼو كښې جاري شوې راپور د ځان نه جوړ او بيخي بې بنسټه ګرځولې دې ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سپينې ماڼۍ لخوا په واشنګټن كښې د پاكستان سفارت او نه خارجه دفتر ته كومه چيټۍ ترلاسه شوې ده ۔وياند ووئيل دا د خبريال د خپل ذهن پېداوار دے ۔ وياند ووئيل د حقائقو معلومولو او د تصديق نهغېر بې بنسټه راپور جارې كول غېر ذمه واره او د صحافتي اقدارو په ضد فعل دے۔