وفاقي حكومت اېن اېف سي ته زر حتمي شكل وركول غواړي٬په دې لړ كښې صوبو خپل كار ترسره كړې

APP36-30 ISLAMABAD: August 30 - Federal Minister for Finance Senator Mohammad Ishaq Dar briefing the media after the meeting of bi-annual monitoring of NFC award. APP

اسلام آباد 30 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې وفاقي حكومت اېن اېف سي ته زر حتمي شكل وركول غواړي٬په دې لړ كښې صوبو خپل كار ترسره كړې٬په راتلونكي مالي كال كښې به د نيوي اېن اېف سي له مخې فنډونه وركولې شي۔د نهې پھ ورځ د اېن اېف سي په اړھ د يوې غونډې نه پس د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره يوځاې خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل چې مونږ هڅه كوو چې د دسمبر تر 31مه نېټھ اېن اېف سي ته حتمي شكل وركړی شي۔په دې لړ كښې به د ستمبر په پنځمه نېټھ پھ لاهور كښې غونډه كېږي۔ده ووئيل چې مونږ به د آئين له مخې مخ په وړاندې ځو۔صوبو خپل كار ترسره كړی۔په راتلونكي مالي كښې به صوبو ته د نوي اېن اېف سي له مخې فنډونه وركولې شي۔په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی سيد مردا علي شاه ووئيل چې مونږ وفاق سره په ګډه كار كوو مونږ غواړو چې اېن اېف سي ته تر 31م دسمبر حتمي شكل وركړی شي۔د دې نه وړاندې د اېن اېف سي په اړه په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د جولائي نه تر دسمبر 2015 لپاره د اېن اېف سي د وړومبو شپږو مياشتو د مانيټرنګ د راپور منظوري وركړه۔په غونډه كښې د كومې صوبې لخوا په مالياتي شمېرو اعتراز ونه كړی شو۔