د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امن په دور كښې د آرمي مېډيكل كور ډلې په خوارۍ سره خذمات ترسره كړي۔ د زمكي پوځ مشر جنرال راحيل شريف د آرمي مېډيكل سنټر اېبټ آباد د دورې پھ موقع خبرې

APP70-26 ABBOTTABAD: August 26 – Chief of Army Staff General Raheel Sharif pinning the badges of rank on the shoulders of Lieutenant General Asif Mumtaz Sukhera, Surgeon General to formally install him Colonel Commandant of Army Medical Corps at AMC Centre. APP

پېنډۍ 26 اګست (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال راحيل شريف د آرمي هېلت كور د روغتيا په څانګه كښې غوره آسانيې ستائېلو سره وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امن په دور كښې د آرمي مېډيكل كور ډلې په خوارۍ سره خذمات ترسره كړي۔ ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د آرمي مېډيكل سنټر اېبټ آباد د دورې كولو په موقع ډاكټرانو٬پیرا مېډيكل او عملې سره د خبرو كولو پھ مهال وكړی۔د آئي اېس پي آر له مخې جنرال راحيل شريف د آرمي مېديكل كور پھ هڅو د روغتونونو آپ ګرېډېشن٬د طبي تربيې ادارو جوړولو او د انساني وسيلو او پوهې زياتولو لپاره اقدامات وستائېل۔سرلښګر ووئيل چې آرمي مېډيكل كور تل پھ هېواد كښې دننه او بهر د قدرتي پیښو په مهال خپل ښه خذمات ترسره كړي دي۔ده ووئيل چې طبي سائنس پھ تندۍ سره پرمختګ كوي۔ډاكټرانو لپاره دا ضروري ده چې خپل ځان د نوي پرمختګ نه خبر وساتي۔د دې نه پس سرلښكر جنرال راحيل شريف لېفټيننټ جنرال آصف ممتاز سكهيرا ته پھ رسمي توګه د آرمي مېډيكل كور د كرنل كمانډنټ بېچ ولګولو۔جنرال راحيل شريف د شهيدانو پھ يادګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه يې ولوستله۔