5 فروری د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميريانو غیر متزلزل عزم ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده، د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ خالد خورشید خصوصی پیغام

ګلګت 05 فروری (اے پی پی) 5 فروری د كشمير يووالي ورځ په اړه د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ خالد خورشید خپل خصوصی پیغام كښې وئيلي چې 5 فروری د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د کشمیریانو غیر متزلزل عزم ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده۔ده ووئيل پاکستان او ګلګت بلتستان اولس د خپلو كشميريانو ورڼو خوياندو او په عام توګه ټولې نړۍ ته واضحه كوي چې مونږ به د جمو او کشمیر مسئلې تر حل كيدو او د هند په مقبوضه جمو او کشمیر غاصبانه قبضې په ضد د كشميريانو سره ولاړ يو۔ده ووئيل مونږ كشميريانو له باور وركوو چې مونږ به د كشمير په اړه په خپل اصولی موقف د كشميريانو ملګرتيا كوو