اسحاق ډار د انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ مېنجمنټ سسټم د منصوبې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬ په منصوبه د كار لا ګړندې كولو امر

اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ مېنجمنټ سسټم د منصوبې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په منصوبه د كار رفتار لا ګړندې كولو امر كړے ۔د خزانې وزير د منصوبې جوړولو پحقله د سټېېرنګ كمېټۍ د 7مې غونډې مشري كوله ۔غونډه كښې د سټېئرنګ كمېټۍ د 6مې غونډې په پرېكړو د عملدرآمد او په منصوبه د پېشرفت …

اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ مېنجمنټ سسټم د منصوبې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په منصوبه د كار رفتار لا ګړندې كولو امر كړے ۔د خزانې وزير د منصوبې جوړولو پحقله د سټېېرنګ كمېټۍ د 7مې غونډې مشري كوله ۔غونډه كښې د سټېئرنګ كمېټۍ د 6مې غونډې په پرېكړو د عملدرآمد او په منصوبه د پېشرفت جاج واخستلې شو۔ د اېف بي آر چیئرمېن نثار محمد خان وفاقي وزير ته ووئيل په طورخم او واهګه پوله زمكې اخستو له لېز اېكريمنټ حتمي پړاٶ ته رسېدلې ۔ په غونډه كښې د خزانې وزارت٬ د اقتصادي چارو ډويژن ٬ د تجارت وزارت او د اېف بي آر سينئر چارواكو هم ګډون وكړو