كراچۍ 24 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم)مشر الطاف حسېن د اشتعال انګيز وېنا په ضد د آئيني او قانوني اړخونو جاج اخستو نه پس به د سندھ حكومت په مشاورت څو ورځو كښې كاروائي كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان سره د پرېس كنفرنس …
راتلونكو څو ورځو كښې به د الطاف حسېن پھ ضد قانوني كاروائي كولې شي٬ وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان پرېس كنفرنس
كراچۍ 24 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم)مشر الطاف حسېن د اشتعال انګيز وېنا په ضد د آئيني او قانوني اړخونو جاج اخستو نه پس به د سندھ حكومت په مشاورت څو ورځو كښې كاروائي كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان سره د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د اردو ويوينكو هېواد سره پھ مينه شك د پوهې نه پرته دے٬د يو كس په وېنا به ښار يرغمال كولو له ورنكړو٬ ده ووئېل د كراچۍ امن د ټول هېواد امن دے٬د قانون نافذ كوونكو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل دوه ورځې وړاندې په پرائيوټ ټي وي چينل بريد شوې او د ښار يرغمالولو هڅه شوې٬دا هڅه په ناكامه كولو امنيتي ادارو او د كراچۍ اولس ته پیرزوئنې وړاندې كوم٬ ده ووئېل دا فوټېج ټولې نړۍ ته ښودلې شوې٬امنيتي ځواكونو په سمدستي توګه كاروائي كړې چې پكښې د مېډيا كليدي كردار وو۔ده ووئيل ټارګېټډ عمليات روان دي خو لا كار بشپړه شوے نه دے اوس هم څه عناصر پاتې دي۔ده ووئيل د كراچۍ خلقو هم د الطاف حسېن د خبرو غندنه كړې۔ده ووئيل هر وګړې د خپلو چارو ذمه وار دے٬ كوم به هم په ناجائزه توګه تنګ نه كړې شي۔ده ووئيل الطاف حسېن غېر ملكي وګړې دے٬ ده ووئېل د قانون ترمخه برتانيې سره به كاروائې له رابطه كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د اېم كيو اېم سېل كړی شوي دفتر په اړه به صوبائي حكومت لائحه عمل جوړوي او هغوي چې څه هم راپور وفاق ته رالېږي د هغې ترمخه به پريكړه كولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف به په رارونو څو ورځو كښې د اعلٰی پاې غونډې مشري كوي چې پكښې به ټول اعلٰی وزيران هم ګډون كوي۔









