د هېواد ټولو مسلكونو ترمېنځه د امن او ورورولۍ چاپېرچل پېدا كولو لپاره دې علماء كرام او پوهان خپل كردار ترسره كړي ۔د اولس مشر ممنون حسېن

APP45-23 ISLAMABAD: August 23 - President Mamnoon Hussain exchanging views with His Holiness Dr. Syedna Mufaddal Saifuddin who along with a delegation of Dawoodi Bohra community called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هېواد ټولو مسلكونو ترمېنځه د امن او ورورولۍ ماحول پېدا كولو لباره دې علماء كرام او پوهان خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين په مشرۍ كښې د داؤدي بوهرہ ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې كړې ۔اولس مشر ووئيل د هر مكاتب فكر ترمېنئه د ورورولۍ او شريك احترام خپلولې پكار ده او بايد د مذهبي همغږۍ ودې له هڅې روانې وساتلې شي ۔ده ووئيل زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې هېواد كښې امن او سوكالۍ له د ورورولۍ وضعه پېدا كړو۔ اولس مشر هېواد كښې د تجارتي هلو ځلو په زياتولو كښې د بوهره ورورولۍ د كردار ستائنه وكړه او د تعليم ٬ روغتيا او د هېواد د اولس بهترۍ له ئې د دوي خدمات ئې وستائل ۔اولس مشر ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین سره خپلو خبرو كښې ووئيل د اوسني حكومت د معاشي پاليسيو په سوب نړيوالو مالياتي ادارو پاكستان په تندۍ سره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په صف كښې شامل كرے كوم چې يو ښه پرمختګ دے ۔اولس مشر ووئيل پاك چين اقتصادي لاره يو تاريخي منصوبه ده او د دې بشپړېدو سره به نه يوازې پاكستان بلكې ټوله منطقه كښې سوكالي راشي ۔ده ووئيل د توان منصوبو بشپړېدو سره به تر كال 2018 هېواد څخه لوډشېدنګ ختم شي ۔ ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین د پاکستان د پرمختګ ذكر كولو سره ووئيل زه پاكستان او اولس سره د زړه مينه لرم ۔ده د اولس مشر ممنون حسېن د كردار ستائنه كولو سره ووئيل ھغه په سخت وخت كښې د پاكستان مشري كوي۔ ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین اولس مشر ته ووئيل ما خپلې ورورولۍ ته امر كړې چې د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ولوبوئ۔اولس مشر ووئيل د ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپښين مېلمستيا هم وكړه۔ په دې موقع د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي، په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د بوهره ورورولۍ پلاوي هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔۔په دې موقع ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین ااولس مشر ته ډالۍ هم وركړه۔