ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زره به بدامني ختمه شي٬ د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ تر 2018 به لوډشېډنګ ختم شي

APP51-23 ISLAMABAD: August 23 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing a gathering on the occasion of sales tax refund to Pakistani exporters at PM Office. APP

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زره به بدامني ختمه شي٬ د لوډشېډنګ كچه ټيټه شوې٬ كال 2018 به لوډشېډنګ فري كال وي٬ هېواد كښې د موټروېز او سړكونو جال خپروو٬ اقتصادي وضعه ښه شوې٬ ګراني كمه شوې٬ روپۍ مستحكم شوې٬ د زرمبادله پانګي رېكارډ كچې ته رسېدلې دي٬ كه د كال 2018 په ټاكنو كښې بيا موقع ترلاسه شوه نو د جي ډي پي شرح نمو به 12 فيصده ته رسوو٬ مونږ تل د نورو د مېنډېټ احترام كړې او ټولو سره په ګډه مو تګ كړې٬ كله مو د درغلې ٬ټګۍ٬ او د 35 پنكچرو خبره نه ده كړې٬ بايد د ټګۍ تورونه لګوٶنكي خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ برآمد كوٶنو ته د سېلز ټېكس ريفنډ چېكس وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار، د وزیراعظم رېونیو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان، د اېف بي آر چیئرمېن نثار محمد خان او د وفاق صنعت او تجارت پاکستان (اېف پي سي سي آئي) صدر عبدالرؤف عالم هم دستورې ته وېنا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې٬ ترهه ګر په سلګو دي ٬ ډېر زر به هېواد كښې بدامني ختم شي او امن به راشي او په نتيجه كښې به ئې اقتصادي هلې ځلې وده وكړي۔ده ووئيل هېواد كښې به سرمايه كاري زياته شي٬ برآمدات به زيات شي او قامي امدن به هم زيات شي٬ نوې كارخانې به ولګي او اولس ته به د روزګار موقعې په لاس روشي۔ وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن مننه ده چې د پاكستاني قام دعاګانې قبلېږي٬ د هېواد اقتصادي وضعه مخ په ښه كېدو ده٬ د دې لا ښه كولو له هڅې ګړندۍ كول پكار دي۔ وزیراعظم ووئيل اقتصادي پرمختګ كښې توان ډېر اهميت لري٬ دې مقصد لپاره د برېښنا پېداوار په يو شمېر منصوبو كار روان دے٬ په تهر كښې كارخارنې لګولې شي٬ په دې 65 كاله وړاندې كار پېل كېدل پكار ٶ خو اوس زمونږ د حكومت منصوبو په نتيجه كښې د سكرو كارول پېل كېدونكي دي٬ تهر كښې د اعلٰې معيار سكرو څخه به ارزانه برېښنا پېدا كولې شي او دې سره به كورنيو مصرف كوٶنكو او كروندګرو ته هم ګټه ورسي