د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس نيولے دے ٬ سندھ او په خاص توګه کراچۍ كښې حالات په ځائې ساتلو له ئې د رینجرز او پولیس کارکردګی وستائله۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزیر چوهدری نثار علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس ونيولو او سپارښتنه ئې وكړه چې د ټول میډیا هاؤسز امنيت باورې كړئ ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې بائد د پولیس سره سره د رینجرز معاونت هم شامل كړې شي۔ د كورنيو چارو وزیر کراچۍ او سندھ كښې په مجموعی توګه د امن په وضعه د اطمینان څرګندونه وكړه