فاټا كښې اصلاحات د سيمې اولس پرمختګ لھ مهم دي او د نېشنل ایکشن پلان لازمی برخه ده

APP47-23 ISLAMABAD: August 23 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif chairing a meeting on FATA Reforms at PM House. APP

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي د وفاق د سېورې لاندې قبائلی سيمو (فاټا) كښې اصلاحات د سيمې د اولس پرمختګ لپاره مهم دي او د نېشنل ایکشن پلان لازمی برخه ده، د فاټا د سباؤن پريكړھ به د دغه سيمو د وګړيو د هيلو ترمخه كولې شي ، قبائیلی اولس امن او د جنګ پھ وخت ځانګړۍ قربانۍ وركړي او قامی کاز لپاره ئې غوره کردار ترسره كړې۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ وزیراعظم هاؤس كښې د فاټا اصلاحات کمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړې ۔ وزیراعظم ووئيل فاټا كښې د اصلاحاتو مقصد د هيواد د اوږدې مودې راهسې نظرانداز كړې شوې سيمې مرکزی دايره كښې راوستل دي۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار او د کمېټۍ مشر سرتاج عزیز ووئيل کمېټي ټولو قبائلی ایجنسيو ته تللې ده او د کاروباری كسانو ، قبائلی مشرانو ، تعلیم یافته ځوانانو ، علماء کرامو او د سول سوسائټۍ غړو پشمول د دغه سيمو ټاكلې شويو استازو سره ئې ملاقاتونه كړي دي دغسې چې د فاټا سباؤن لپاره وړاندېزونو ته حتمی شکل وركولو څخه وړاندې د هغوي نکته نظر معلوم کړي۔ کمېټۍ د ټول فرنټیئرز ریجنز مشرانو او نورو ډلو سره هم ملاقاتونه كړي۔ غونډه كښې د کمېټۍ وړاندېزونه (نن) د شورو په ورځ د نېشنل ایکشن پلان کمېټۍ ته په وړاندې كولو سلا راغلي ۔ غونډه كښې د قانون وزیر زاهد حامد، د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د قامی سلامتیا سلاحكار ناصر خان جنجوعه، د آئی اېس آئی ډارئكټر جنرل جنرال رضوان اختر ، د وزیراعظم سیکتر فواد حسن فواد او د سیفران سيكتر محمد شهزاد ارباب هم موجود وو۔