د پاكستان او چين د ستراتېژېكي مذاكراتو په اووم پړاؤ كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) پاكستان او چين د دواړو هېوادونو په شريكه ګټھ په ټولو څانګو كښې او د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو د مرستې په لا زياتولو اتفاق وكړو۔دا اتفاق د پاكستان او چين ترمينځه تېره ورځ په بيجنګ كښې د ستراتېژېكي مذاكراتو د اووم پړاؤ په مهال شوې۔خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د پاكستاني پلاوي او د آسيائي چارو نائب خارجه وزير او قونصلر كونګ چيان ژو د چينائي پلاوي مشري وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاكستان او چين د ستراتېژېكي مذاكراتو په اووم پړاؤ كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔په كومو كښې چې د پاكستان او چين اقتصادي لار٬اقتصادي مرسته٬دفاع٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬اېس سي او٬كلتور٬تعليم او د اولس په كچه رابط شامل دي۔دواړو هېوادونو په شريكه ګټھ په ټولو څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔په دې موقع په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې۔اعزاز چوهدري د چين نائب خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د وران صورتحال او د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو په اړه خبر كړو۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه به په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د سختو خلاف ورزو خاتمې لپاره په هند فشار اچولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د چين د دوه ورځنۍ سركاري دورې په مهال د چين خارجه وزير وانګ ژي سره هم په بيجنګ كښې ملاقات وكړو۔خارجه سېكتر به په بيجنګ كښې د پاكستان خارجه پالېسۍ په اړه نامتو تهنك ټينګ چائنه انسټي ټيوټ آف انټرنېشنل آفيئرز ته وېنا كوي