اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) په نېنشل اېكشن پلان عملدرآمد له د كمېټۍ اولنۍ غونډه نن د ګل په ورځ وزيراعظم سېكرټرېټ كښې كيږي۔ لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه به د غونډې مشري كوي۔ د كمېټۍ ټول غړي اړوند ٬ وفاقي سېكتران ٬ ټول چيف سېكتران ، د پوليس آئی جیز ، ډائرېکټر جنرل ملټری آپرېشنز، د استخباراتي ادارو استازي ٬ او د ټولو داخله وزيرانو په شمول اعلی چارواكي ګډون كوي۔ د سرکاری ذريعو ترمخه اټارنی جنرل آف پاکستان، د پېمرا چیئرمېن او د پي ټي اے چيئرمېن ته هم غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ دغسې چې سلامتيا سره په اړوند چارو دوئي څخه رائې واخستلې شي۔ غونډه كښې به په قامي اېكشن پلان بشپړ عملدرآمد كښې د تاخير هم جاج اخستلې شي