نیویارک ۔ 21 اګست (اے پی پی) امريكا كښې د پاكستاني ډاكټرانو تنظيم ”اپنا” او یواېس اېډ پاكستان كښې د هېلت چېلنجز مقابلې له د مرستې مفاهمتي يادښت لاس ليك كړے۔ د اپنا صدر نثار قرېشی او د یو اېس اېډ پاکستان مشن ډائرېکټر جان ګرورک پاکستان قونصلېټ جنرل كښې لوظنامه لاس ليك كړه۔ په دې مهال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي او قونصل جنرل راجه علي اعجاز هم موجود ؤ۔ د دې لوظنامې ترمخه یو اېس اېډ به سندھ، خېبرپختونخوا، پنجاب صوبو او فاټا كښې د زچه و بچه خاص هيلت پراجېكټس د لارې د هېلت چېلنجز مقابلې له مرسته كوي۔ امريكا كښې د پاكستاني ډاكټرانو تنظيم به سندھ، خیبرپختونخوا، فاټا او پنجاب كښې د يو اېس اېډ په مرسته چلېدونكو خاص طبي مركزونو كښې ډاكټرانو ته ټېلی میډیسن او وېب بېسډ ټرېننګ او رنځورانو ته طبي اسانۍ وركوي۔ په دې موقع نثار قرېشي د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره دا مفاهمتي يادښت خوشبين وګرځولو۔