اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پی پی) د اسلامي تعاون تنظيم (او آئی سی) عمومي سېكتر اياد امين مدني د خالي په ورځ خارجه سلاكار سرتاج عزيز سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خبرو كښې اسلامي نړۍ ته په پېښو چلنجونو او په خاص توګه د افغانستان او مقبوضه كشمير په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ عمومي سېكتر ووئيل هندي مقبوضه كشمير كښې د روانې وضعې په …
د او آئی سی عمومي سېكتر ایاد امین مدنی خارجه سلاكار سرتاج عزيز سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پی پی) د اسلامي تعاون تنظيم (او آئی سی) عمومي سېكتر اياد امين مدني د خالي په ورځ خارجه سلاكار سرتاج عزيز سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خبرو كښې اسلامي نړۍ ته په پېښو چلنجونو او په خاص توګه د افغانستان او مقبوضه كشمير په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ عمومي سېكتر ووئيل هندي مقبوضه كشمير كښې د روانې وضعې په سوب پاكستان ته راغلے يم۔ ده مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميري اولس د هند په زور او زياتي او د بشري حقونو په سخته خلاف ورزۍ خپله سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ خارجه سلاكار سرتاج عزيز عمومي سېكتر د مقبوضه كشمير روانې وضعې څخه خبر كړو چرته چې هندي ځواكونه په لويه كچه د بشري حقونه سخته خلاف ورزي كوي۔ عمومي سېكتر ووئيل او آئي سي به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ روان ساتي۔ ایاد امین مدنی خارجه سلاكار افغانستان كښې امن لپاره د او آئي سي هڅو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د افغانستان په اړه علماﺀ كنفرنس لپاره مشاورت كيږي۔










