د پاكستان او يوګنډا غوره شريكو اړيكېو دائره بايد معاشي او تجارتي اړيكو ته هم پراخا كړی شي

APP57-19 KAMPALA: August 19 - Edward Ssekandi, Vice President of Republic of Uganda welcoming Irfan Siddiqui, Advisor to the Prime Minister on National History and Literary Heritage on arrival at his office. APP

كمپالا 19 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د پاكستان او يوګنډا د ښو اړيكو دائره بايد تر پياوړو معاشي او تجارتي اړيكو پراخا كړی شي۔ده د يوګنډا دوهم اولس مشر اېډورډ سكينډي سره خبرې كولې چا سره چې ده د څپلې دورې په مهال ملاقات وكړو او ورسره يې د شريكو خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔عرفان صديقي ووئيل د ملګرو ملتونو٬دولت مشتركه٬اسلامي كنفرنس تنظيم او نورو نړيوالو ادارو كښې په بېلو چارو د يوګنډا او پاكستان دريځ يو پاتې شوې۔دې څخه دا په ډاګه كېږي چې دواړو هېوادونو ترمينځه مفاهمت موندلې شي۔عرفان صديقي ووئيل دواړه هېوادونه د سلامتيا څانګې ته په وده وركولو هم غور كولې شي۔ده د يوګنډا دوهم اولس مشر ته د پاكستاني مشرتابه لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔دوهم اولس مشر عرفان صديقي ته تود هركلے اووئې او د ده په دوره يې د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ پاكستان سره د ملګرتيا خپلې اړيكې مهمې ګڼو۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تندۍ سره روان دې۔ملاقات كښې د پاكستان اعزازي قونصلر ډاكټر كټاټومبا نه ځانله د يوګنډا پاكستان اېسوسي اېشن چيئرمېن شاهد علوي او چوهدري ظفراقبال هم موجود وو