چين كښې د چونې په كان كښې د اور لګېدو له امله 12 كسان مړه شول

بيجنګ17 اګست (اے پي پي) چين كښې د چونې په كان د اور لګېدو له امله 12 كسان مړه شوي دي ۔مېډيا راپور له مخې پیښه د چين ګانسو ولايت ژانګي ښار كښې رامخې ته شوې چرته چې د چونې په يو كان كښې اور ولګېدو له امله 9 كسان په كان كښې ګير شوي۔چارواكو له مخې د شورو په ورځ د مرستې كاروائيو په مهال پھ كان كښې د ګيرو شوو كسانو مړي راويستلې شوي دغسې د مرستې كاروائيو په مهال درې كارمندان مړه شوي هم دي