کراچۍ 16 اګست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن سره د سندھ ګورنر ډاکټر عشرت العباد خان كراچۍ ګورنر هاؤس كښې ليدل دي ۔ د ملاقات په مهال د امن ، سرمایه کارۍ ، پرمختيائي پروژو او د ترهه ګرو پھ ضد په روانو عملياتو تفصیلی خبرې وشوې ۔ د نهې پھ ورځ جاری شوې اعلامیې له مخې په ملاقات كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې امن راوستو له به ټولې اسانۍ كارولې شي او په دې لړ كښې به وفاق د صوبائی حکومت سره مرسته روانه ساتي۔ ملاقات كښې دې خبرې ته هم سلا راغله چې د امن نه غير بهرنۍ سرمایه کاری ممکنه نه ده ، روانو عملياتو سره د امن وضعه ښه شوې چې له امله ئې د بهرنیو سرمایه کارو پام راګرځېدلې ۔ په دې مهال اولس مشر ووئيل صوبه كښې د پرمختيائي پروژو لپاره به وفاق هر ډول مرسته كوي ۔د سندھ ګورنر اولس مشر ته ووئيل صوبه كښې د امن وضعه ښه كيدو نه پس به پرمختيائي عمل لا تندولې شي ، كراچۍ كښې د اوبو طلب له مخې د اوبو وركولو لپاره K-IV پروژې پرانسته شوي او دا به پھ خپل وخت بشپړولې شي۔ اولس مشر د صوبائی حکومت هڅې ستائلو سره ووئيل په اولسې پروژو په تندۍ عمل درآمد سره د وګړيو زړونه ګټلې كيدې شي۔ ملاقات كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې صوبه كښې امن راوستو له د امنيتي ځواكونو قربانۍ د ستائنې وړ دي كومو ته چې قام د قدر په سترګه ګورې ۔ د سندھ ګورنر صوبه كښې د تعلیم ، صحت او انفرا سټرکچر پروژو په اړه هم اولس مشر په تفصیل سره خبر كړو ۔ اولس مشر د تعلیم ، صحت او انفراسټرکچر څانګو كښې په روانو پروژو د اطمینان څرګندونه وكړه۔