اسلام آباد 16 اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند د جوهري وسلو تجربه نه كولو په اړه د دوه اړخيزه انتظام لپاره هند ته د پاكستان د وړاندېز په اړه سپيناوي كښې وئېلي دي په سيمه كښې د امن او استحكام پراخا مفاد لپاره او د وسلې د زغل څخه د ډډې كولو لپاره پاكستان د دې امكان عنديه وركړې وه چې دواړه هېوادونه په دې لړ كښې په دوه اړخيزه انتظام (آرېجمنټ) غور كولې شي كوم چې سوئېلي آسيا كښې د زغم او تحمل ودې له د دغې پالېسۍ او د سي ټي بي ټي مقاصدو له پرله پسې د مرستې عكاسي ده۔د جوهري وسلو تجربه نه كولو په اړه دوه اړخيزه انتظام له هند ته د پاكستان وړاندېز په حقله د 12م اګست 2016 د خارجه چارو سلاحكار اعلان په لړ كښې د مېډيا د پوښتنو په ځواب وياند سپناوې وكړو٬په 1998م كښې د جوهري تجربو نه پس پاكستان هند ته په جوهري تجربو د كوټلي بندېز په لوظ نامه سي ټي بي ټي په يو ځاې د عمل كولو وړاندېز كړے ؤ د كوم چې د هند د اړخه هېڅ مثبت ځواب رانغلو۔وياند ووئيل يو ځل بيا په سيمه كښې د امن او استحكام پراخه مفاد او د نړيوال تناظر ترمخه پاكستان دې امكان له عنديه وركړې چې دواړه هېوادونه په دوه اړخيزه انتظام غور كولې شي كوم چې په سوئېلي آسيا كښې د ضبط٬تحمل او ذمه وارۍ ودې له د دغې پالېسۍ او د سي ټي بي ټي مقاصدو له پرله پسې د مرستې عكاسي كوي۔