اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي آزاد كشمير كښې د ټاكنو عمل پرله پسې روان ساتلو سره جمهوري نظام وده موندې ده ۔ده دا خبره د آزاد كشمير موده تر سره كوونكې اولس مشر سردار محمد يعقوب سره د خبرو په مهال وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د مخه ښې ملاقات كولو۔وزيراعظم د صدارتي مودې په …
آزاد كشمير كښې د ټاكنو عمل پرله پسې روان ساتلو سره جمهوري نظام ته وده موندې٬د وزيراعظم محمد نواز شريف د آزاد كشمير موده تر سره كوونكې اولس مشر سردار محمد يعقوب سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي آزاد كشمير كښې د ټاكنو عمل پرله پسې روان ساتلو سره جمهوري نظام وده موندې ده ۔ده دا خبره د آزاد كشمير موده تر سره كوونكې اولس مشر سردار محمد يعقوب سره د خبرو په مهال وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د مخه ښې ملاقات كولو۔وزيراعظم د صدارتي مودې په مهال رياستي چارې په ښه ډول ترسره كولو له د سردار يعقوب خذمات وستائېل۔ده د كشميري اولس د آزادۍ هلو ځلو لپاره د حكومت د سفارتي٬اخلاقي او سياسي مرستې كولو عزم وكړو۔ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي په بې ګناه كشميريانو د هندي ظلمونو نوټس واخلي كوم چې د خپلې آزادۍ حق ترلاسه كولو لپاره قربانۍ وركوي۔











