د پاكستان آټو ماركيټ غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې موقعې لري۔ خليج ټائمز

اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د پاکستان آټو مارکیټ غیر ملکی سرمایه كارۍ لپاره په زړه پورې موقعې وړاندې كوي۔ دا خبره نومولي خليجي ورځپاڼې خليج ټائمز په خپل راپور كښې كړې ده ۔ د راپور ترمخه د تېر مالي كال په مهال پاكستان كښې د موټرو جوړول او خرڅول زيات شوې۔ د روان كال تر پاي د لا 10 فيصده زياتوالي هيله ده ۔ د راپور ترمخه پاكستان كښې جاپاني كمپنۍ د تېرو څو لسيزو راهسې تجارت كوي او په زړه پورې ګټه كوي۔ دې كمپنيو د امريكا او المان قيمتي ګاډو ماركيټ ته زيان رسولې۔ د راپور لمخې په كال 2014-15ء كښې ټول 151134 موټرې خرڅې شوې او په كال 2015-16ء كښې دا شمېره 180079 ته رسېدلې ۔ په دې موده كښې د ټركونو خرڅ 4111 څخه 5550 یونټ ته رسېدلې ۔ پاكستان كښې د ټوېوټا ګاډو اسمبل كوؤنكې انډس موټرز كمپنۍ چيف آپړېټنګ آفيسر علي اصغر جمالي ووئيل د سياسي استحكام او د امن او امان وضعه ښه كېدو به په آټو انډسټري لا ښه اغېر برېباسي۔ او دا مهال هېواد كښې د دې صنعت سباؤن ډېر روښانه ښكاري۔ ده ووئيل د حكومت د مراعاتو په سوب اروپائي كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كارۍ كول غواړي ۔ تجزيه كار محمد سهېل ووئيل تر 2020ء به په پاكستان كښې د موټرو خرڅ 12 فيصده زيات شي۔ ده ووئيل دا مهال هر يو زر كسانو سره 13 ګاډي دي۔ تر كال 2020ء به دا شرح 20 ته ورسيږي ۔