آزادۍ نه پس پاكستان د سلامتيا وضعه ښه كولو٬معاشي استحكام او د جمهوري اصولو ميوې عامو خلقو ته رسولو لپاره ډېره خواري كړې

واشنګټن 15 اګست (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير كېري وئېلي دي د آزادۍ نه پس پاكستان د سلامتيا وضعه ښه كولو٬معاشي استحكام او د جمهوري اصولو ميوې عامو خلقو ته رسولو لپاره ډېره خواري كړې ده ۔امريكائې خپرونې ادارې له مخې دا خبره جان كېري د پاكستان آزادۍ ورځ په موقع په خپل پېغام كښې كړې۔د امريكې خارجه وزير د خپل هېواد د اړخه دا عزم يو ځل بيا څرګند كړو چې د يو متحرك پاكستان لپاره به امريكا د پاكستاني اولس سره پھ ګډه كار كوي۔ده ووئيل اولس مشر باراك اوباما د امريكې اولس د اړخه پاكستاني اولس له د نيكو هيلو پیغام وركړے۔خارجه وزير دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې جان كېري ووئيل آزادۍ نه پس پاكستان د سلامتيا وضعه ښه كولو٬معاشي استحكام او جمهوري اصولو ميوې عامو خلقو ته رسولو لپاره سخته خواري كړې۔په خپل يو پېغام كښې ده ووئيل پھ دې موقع امريكا د پاكستان د آزادۍ پھ حوشحالو كښې شريك او دا عزم تجديدوي چې يو محرك پاكستان له به پھ ګډه كار كوو۔