د جوډيشل كمېسون په وينا د الېكشن كميسون چارواكو تربيه پیل شوې

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)چيف الېكشن كمشنر جسټس(ر)سردار رضا خان وئېلي دي د جوډيشل كمېسون په وينا د الېكشن كميسون چارواكو تربيه پیل كړې شوي ده ٬افسران دې د ادارې تقدس لپاره كردار ترسره كړي۔ ده د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن چارواكو د استعداد زياتولو تربيې پروګرام پرانستې په موقع د خيالاتو څرګندونه كوله۔پھ دې موقع د الېكشن كمېشن څلور واړه ممبران او الېكشن كميسون سېكتر …

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)چيف الېكشن كمشنر جسټس(ر)سردار رضا خان وئېلي دي د جوډيشل كمېسون په وينا د الېكشن كميسون چارواكو تربيه پیل كړې شوي ده ٬افسران دې د ادارې تقدس لپاره كردار ترسره كړي۔ ده د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن چارواكو د استعداد زياتولو تربيې پروګرام پرانستې په موقع د خيالاتو څرګندونه كوله۔پھ دې موقع د الېكشن كمېشن څلور واړه ممبران او الېكشن كميسون سېكتر بابر يعقوب هم موجود وو۔چيف الېكشن كمشنر جسټس(ر)سردار رضا خان ووئيل د الېكشن كميسون د افسرانو تربيه د اصلاحات پلو يو ګام دے۔جوډيشل كميسون افسرانو له د تربيې وركولو وئېلي وو۔د چارواكو تربېې ته ګوتې پورته كېدې۔ده افسرانو ته ووئيل د ادارې تقدس ښه كولو له كردار ترسره كړئ او د ټاكنو پھ قوانين او ستراتېژېكي پلان عملدرآمد باوري كړي۔په دې پروګرام كښې 28 چارواكې ګدون كوي۔

مزید خبریں