پینډۍ 12 اګست(اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ كښې د جمعې پھ ورځ جي اېچ كيو پینډۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه وشوه چې پكښې د ضرب عضب عملياتو او په نېشنل ايكشن پلان د پېشرفت جاج واخستلې شو۔د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل٬پرنسپل سټاف افسرانو او د پینډۍ كور كمانډر په غونډه كښې ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال …
د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه

مزید خبریں
پینډۍ 12 اګست(اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ كښې د جمعې پھ ورځ جي اېچ كيو پینډۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه وشوه چې پكښې د ضرب عضب عملياتو او په نېشنل ايكشن پلان د پېشرفت جاج واخستلې شو۔د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل٬پرنسپل سټاف افسرانو او د پینډۍ كور كمانډر په غونډه كښې ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف ووئيل زمونږ د مقاصدو كاميابۍ لپاره نېشنل ايكشن پلان مركزي حېثيت لري او پھ دغه پېشرفت نه كېدو په سوب د ضرب عضب عملياتو استحكام ځپلې كیږي۔ده ووئيل ترڅو چې د هرې خوا د معنٰی لرونكي كاركردګۍ څرګندونه او ټولې خرابۍ لرې نه كړې شي ٬تر هغه وخته ترهه ګري په بشپړه توګه ختمېدې نه شي۔ده ووئيل مونږ د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له د اوږدې مودې راهسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت يو۔ده ووئيل ټول قام د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل د امنيت وضعه ښه شوې او د هغې ميوې اولس ته ورسېدل پیل شوي خو د ځينو څه بې لارې كوونكې او راپارونكې تبصرې او نظريات مرستياله نه دي او مجموعي قامي هڅې كمزورې كوي۔ده ووئيل زمونږ هڅو كاميابولو لپاره كوټلې قامي غبرګون د وخت بنيادي غوښتنه ده٬زه امن او استحكام راوستو له پھ هڅو او قربانيو د پاكستان اولس٬امنيتي ځواكونو او استخبارتي ادارو ته سلام كوم۔










