مقبوضه كشمير كښې د وژنو او وينې بهيولو مخ نيوي له دې عرب هېوادونه په هند فشار زيات كړي

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هند زور ظلم پلو پام راګرځولو په غرض د عرب ليګ عمومي سېكتر ته خط لېږلې دې ۔د عرب ليګ په غړيو هېوادونو زور راوړلې شوې چې په مقبوضه كشمير كښې د وژنو او وينې بهيولو مخ نيوي له په هند فشار زيات كړي۔د خارجه دفتر وياند له …

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هند زور ظلم پلو پام راګرځولو په غرض د عرب ليګ عمومي سېكتر ته خط لېږلې دې ۔د عرب ليګ په غړيو هېوادونو زور راوړلې شوې چې په مقبوضه كشمير كښې د وژنو او وينې بهيولو مخ نيوي له په هند فشار زيات كړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د زيارت په ورځ د عرب ليګ عمومي سېكتر پھ نامه يو خط كښې مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كولو لپاره زور راوړې۔خارجه چارو سلاحكار لېكلې دې هندي پوځ د تېرې يوې مياشتې نه د وګړيو پھ ضد ظلمونه او تشدد زيات كړې چې په نتيجه كښې يې تراوسه 70 څخه زيات كشميريان شهيدان شوي او ګڼ ژوبل شوي دغسې د دې ظلمونو په نتيجه كښې كشميريان د سترګو څخه هم محروم شوې۔خارجه سلاحكار خپل خط كښې ليكلې كشميرے اولس د حق خوداراديت لپاره هلې ځلې كوي كوم لپاره چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو كښې هم هغوي سره لوظ شوې۔خارجه سلاحكار لېكلې كشميرې اولس د هند د غاصبانه قبضې په ضد د اوږدې مودې راهسې هلې ځلې كوي۔خارجه سلاحكار خپل ليك كښې ووئېلې دې د آزادۍ هلې ځلې دې ترهه ګرۍ سره ونه تړلې شي۔په خط كښې په عرب ليګ زور راوړلې شوې چې پھ هند پھ مقبوضه كشمير كښې د وينې بهيولو او ظلمونو مخ نيوي له فشار زيات كړي

مزید خبریں