اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نه به ترهه ګري په بشپړه توګه ختمولې شي٬ كاميابو ضرب عضب عملياتو د ترهه ګرو ملا ماته كړې٬ بايد اسلامي نړۍ خپلې شريكې ستونزې د او آئي سي په فورم هواري كړي۔ دا خبرې اولس مشر د كوېت سفير سفیر نواف عبدالعزیز علینزي سره كړې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر اولس مشر …
پاکستان نه به ترهه ګري بشپړه ختمولې شي٬ ضرب عضب عملياتو د ترهه ګرو ملا ماته كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نه به ترهه ګري په بشپړه توګه ختمولې شي٬ كاميابو ضرب عضب عملياتو د ترهه ګرو ملا ماته كړې٬ بايد اسلامي نړۍ خپلې شريكې ستونزې د او آئي سي په فورم هواري كړي۔ دا خبرې اولس مشر د كوېت سفير سفیر نواف عبدالعزیز علینزي سره كړې چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر اولس مشر سره ملاقات كولو۔ په دې موقع سفير د كوېت امير لخوا د كوئټې پېښې په اړه د غمرازۍ پېغام هم ورسولو۔ د غمرازۍ پېغام كښې د كوېت امير وئيلي دي زه د كوئټې په ناوړه پېښه ډېر غمژن يم ۔اولس مشر د كوېت د امير مننه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د كوېت امير لخوا د غمرازۍ پېغام زمونږ حوصله زياته كړې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د كوئټې پېښه د ترهه ګرو لخوا په آخري هڅو كښې يوه ده۔ده ووئيل د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د ښو نه ښې اړيكې پكار دي دغسې چې ترهه ګرۍ او تند خوښۍ خاتمه وكړې شي ۔اولس مشر ووئيل اسلامي هېوادونو له خپلې شريكې ستونزې د آو آئي سي په فورم حل كول پكار دي۔ده ووئيل كوېت وي كه بل اسلامي هېواد پاكستان به په هر سخت وخت كښې د ھغوي ملګرتيا كوي۔اولس مشر ووئيل پاکستان ټولو اسلامي هېوادونو سره معاشي اړيكې ښه كول غواړي٬ د ټولو اسلامي هېوادونو ترمېنځه د تعليم٬ ، صحت او سائنس په مېدان كښې مرسته د وخت تر ټولو مهم ضرورت دے۔ اولس مشر د كویت سفیر نواف عبدالعزیز علینزي پاکستان كښې د سفارتي خدماتو ستائنه وكړه۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د كويت سفير به پاكستان كښې د خپلې وظيفي ترسره كولو مودې نه پس هم د دواړو هېوادونو د دوستۍ مشن ته وده وركولو له هڅې كوي۔ده ووئيل د دوه اړخيزه مرستې ودې له د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ پكار دے ۔ اولس مشر ووئيل د كوېت حكومت له د پاكستان افرادي قوت څخه ګټه پورته كولو له ويزا پاليسي نرمول پكار دي او په دې لړ كښې د پاكستان حكومت ګامونه پورته كړي دي دغسې چې د كوېت د قواعدو او ضابطو پابندي باوري كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د يمن په معامله د پاكستان حكومت د كوېت د پاليسۍ بشپړه ملاتړ كوي۔په دې موقع سفير ووئيل د كوېت حكومت پاكستانيانو له د ويزې په ترلاسه كولو كښې رامخې ته شوې مسئلې لرې كولو له ګامونه پورته كوي ۔










