چارسده 09 اګست (اے پي پي)د چارسدې ډسټركټ بار اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د كوئټې په پېښه كښې د شهيدانو غائبانه جنازه وكړې شوه۔وكيلانو پخپلو مټو تورې پټۍ تړلې وې او احتجاج ئې كولو ۔ دوي غوښتنه كوله چې د وكيلانو تحفظ دې باوري كړې شي او د كوئټې په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو له دې خاص پېكج وركړی شي۔د تفصيلات له مخې د چارسده ډسټركټ بار اېسوسي …
چارسده كښې د كوئټې د شهيدانو غائبانه جنازه وكړې شوه

مزید خبریں
چارسده 09 اګست (اے پي پي)د چارسدې ډسټركټ بار اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د كوئټې په پېښه كښې د شهيدانو غائبانه جنازه وكړې شوه۔وكيلانو پخپلو مټو تورې پټۍ تړلې وې او احتجاج ئې كولو ۔ دوي غوښتنه كوله چې د وكيلانو تحفظ دې باوري كړې شي او د كوئټې په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو له دې خاص پېكج وركړی شي۔د تفصيلات له مخې د چارسده ډسټركټ بار اېسوسي اېشن وكيلانو د كوئټې په پېښه كښې د شهيدانو غائبانه جنازه ادا كړه او په مټو يې تورې پټۍ تړلې وې احتجاج ئې رېكارډ كړو۔مېډيا سره په خبرو كښې د بار اېسوسي اېشن صدر دلاور خان ووئيل بائد حكومت د وكيلانو پشمول د ټولو وګړيو د ځان او مال تحفظ باوري كړي او د شهيدانو كورنيو له د مرستې خاص پېكج اعلان كړي










