اسلام آباد 09 اګست(اے پی پی) د پختونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزئی وئيلي دي د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او د ترهه ګرۍ پھ ضد دې قامې لائحه جوړه كړې شي ٬ کوئټه كښی ترهه ګري د جمهوریت‘ اولس ٬ وفاق او د سيمې په ضد سازش دے٬ وزیراعظم دې دا د ټېسټ كېس په توګه واخلي او په فرنټ فټ دې د هيواد دښمنه …
د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي ٬ د ترهه ګرۍ پھ ضد دې قامې لائحه جوړه كړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اګست(اے پی پی) د پختونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزئی وئيلي دي د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او د ترهه ګرۍ پھ ضد دې قامې لائحه جوړه كړې شي ٬ کوئټه كښی ترهه ګري د جمهوریت‘ اولس ٬ وفاق او د سيمې په ضد سازش دے٬ وزیراعظم دې دا د ټېسټ كېس په توګه واخلي او په فرنټ فټ دې د هيواد دښمنه عناصرو پھ ضد کارروائی وكړي۔د نهې پھ ورځ قامی اسمبلۍ غونډه كښې د کوئټې ترهه ګرۍ په پېښه بحث كښې محمود خان اچکزئی په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل د امریکې غوندې هيواد كښې چې داسې پېښې رامخې ته شي نو دا په ټوله امريكا بريد ګڼلې شي ، په سمدستي توګه پلټنې پېل كوي او بريد كونكې په ګوته كولې شي ۔ ده ووئيل کوئټه يو وړوكې ښار دے چرته چې په هر ځائې كښې د امنيتي ادارو اهلکار موجود دي۔ ده ووئيل كه مونږ له دا جنګ ګټل وي نو د هيواد دښمنه عناصرو په ضد به کارروائی کول وي۔ ده ووئيل د هيواد ټول سیاسی ګوندونه دې د حکومت د سپاهی په توګه خپل کردار ترسره كړي ۔ ده ووئيل كه پاكستان تر ټولو اول وي نو د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او قامې تګلاره دې جوړه كړې شي ،دا ډول كاروائي د جمهوریت‘ اولس ٬ وفاق او د سيمې په ضد سازش دے٬ ده ووئېل وزیراعظم دې دا ټېسټ كېس وګرځوي او په فرنټ فټ دې د هيوادې دښمنه عناصرو پھ ضد کارروائی وكړي۔ ده ووئيل د پارلمان پلاوې دې غمرازۍ لپاره كوئټې ته ولېږلې شي










