پاكستان هغه وړومبې هېواد دے كوم چې پھ پارلمان كښې د ښه پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره په اتفاق سره قرارداد منظور كړی

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے كوم چې پھ پارلمان كښې د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره په اتفاق سره قرارداد منظور كړی٬د برابرۍ نشت والې پاكستان لپاره نه ټولې نړۍ لپاره يو چېلنج دے٬حكومت پھ تعليم كښې د برابرۍ نشت والې ختمولو لپاره اقدامات كوي۔ده دا خبرې د نهې په …

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے كوم چې پھ پارلمان كښې د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره په اتفاق سره قرارداد منظور كړی٬د برابرۍ نشت والې پاكستان لپاره نه ټولې نړۍ لپاره يو چېلنج دے٬حكومت پھ تعليم كښې د برابرۍ نشت والې ختمولو لپاره اقدامات كوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په پلاننګ كميسون كښې د برابرۍ نشت والي په اړه وركشاپ ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔وفاقي وزير ووئيل چې وژن 2025 د برابرۍ نشت والې لامينځه وړولو لپاره يوه تګلاره وركوي۔ده ووئيل چې حكومت د تعليم په څانګه كښې د برابرۍ نشت والې ختمولو لپاره په بېړنۍ توګه ګامونه پورته كوي۔د پائيدار پرمختګ اهداف ترلاسه كول د پاكستان قامي ايجنډا ده او په دې ټول ايوان متفق دے۔ده ووئيل چې حكومت د ستونزو حل لپاره خپل كردار ترسره كوي۔پھ تېر وخت كښې د سيمه ايز او معاشي عدم مساوات له امله پاكستان پرمختګ ونه كړی شو۔ده ووئيل چې سياسي عدم استحكام او د پالېسو نشت والي هېواد ته زيان رسولې۔ده ووئيل چې د پاكستان سباؤن بچ كولو لپاره به مونږ ته يو موټې كېدل وي٬هېواد نورې دهرنې او لاريونونه نه شي زغملې

مزید خبریں