اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ په ناساپي دوره د كوئټې سي اېم اېچ ته لاړو او هلته ئې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د ژوبل شويو كسانو عيادت وكړو۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف٬د بلوچستان وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر جنجوعه هم …
وزيراعظم محمد نواز شريف د كوئټې سي اېم اېچ ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ په ناساپي دوره د كوئټې سي اېم اېچ ته لاړو او هلته ئې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د ژوبل شويو كسانو عيادت وكړو۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف٬د بلوچستان وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر جنجوعه هم موجود وو۔وزيراعظم د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔وزيراعظم كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ غم جنې پیښې نه پس د صورتحال جاج اخستو لپاره كوئټې ته تللے وو كومه كښې چې ګڼ شمېر كسان پھ حق رسېدلې او ژوبل شوي دي ۔










