اسلام آباد ۔ 07 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي عمران خان د احتساب تحريك چلولو څخه وړاندې بايد د خپل پخواني ډي جي احتساب كمېسيون چارج شيټ او الېكشن كمېسيون كښې د چندے هېر پھېر ځواب وركړي۔ عمران خان دې د خدمت ايجنډې ته پام وكړي ګني د كال 2018 ټول ټاكنو كښې به د ده سياست د منځه لاړ …
د امن دښمنانو ته به د سر پورته كولو موقع نه وركوؤ۔ او پاكستان كښې به امن لا قوي كوؤ۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد بېلو ټي وي چېنلو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 07 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي عمران خان د احتساب تحريك چلولو څخه وړاندې بايد د خپل پخواني ډي جي احتساب كمېسيون چارج شيټ او الېكشن كمېسيون كښې د چندے هېر پھېر ځواب وركړي۔ عمران خان دې د خدمت ايجنډې ته پام وكړي ګني د كال 2018 ټول ټاكنو كښې به د ده سياست د منځه لاړ شي۔ تر 23 كلونو آف شور كمپنۍ پټې ساتونكې عمران خان د احتساب تحريك چلولو جواز نه لري۔ د بانكونو قرضې په دواړو لاسونو خوړونكي د خان صاحب ښي او ګس اړخ ته ولاړ دي۔ په سړكونو احتجاج سره به د توان او برېښنا منصوبې تاخير سره مخ شي او بهرنۍ سرمايه كاري به هم وځپلې شي۔ انتشار سره به د امن او پاك چين اقتصادي راهدارۍ دښمنانو ته ګټه وشي۔ اولس او نړيوالې ادارې د موجوده حكومت لخوا د پېل كړې شوي منصوبو د سپېځلتيا اعتراف كوي۔ د كروړونو روپو په لګولو د مجمعې جمع كول كومه كارنامه نه ده۔ د احتساب عمل سپېحلې او مضبوط جوړولو له به قانون سازي كوؤ۔ د امن دښمنانو ته به د سر پورته كولو موقع نه وركوؤ۔ او پاكستان كښې به امن لا قوي كوؤ۔ د عمران خان په 90 ورځو كښې د كرپشن ختمولو وعده د دروغو وه۔










