اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي په بلېك لسټ موجود امريكائي وګړي ته د اميګرېشن اجازه وركولو پېښې سخت نوټس اخستلو سره د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر په شمول په اسلام آباد ايئرپورټ تعينات امېګرېشن شفټ عمله معطل كړے۔ او ياد شوي امريكائي وګړي ته هوسټن څخه د وېزې جاري كؤونكې پاكستاني سفارت چاروكو څخه هم ځواب غوښتلے شوے۔ …
د داخله وزير په بلېك لسټ موجود امريكائي وګړي ته د اميګرېشن اجازه وركولو پېښې سخت نوټس۔ د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر په شمول په اسلام آباد ايئرپورټ تعينات امېګرېشن شفټ عمله معطل ،ياد شوي امريكائي وګړي ته هوسټن څخه د وېزې جاري كؤونكې پاكستاني سفارت چاروكو څخه هم ځواب وغوښتلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي په بلېك لسټ موجود امريكائي وګړي ته د اميګرېشن اجازه وركولو پېښې سخت نوټس اخستلو سره د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر په شمول په اسلام آباد ايئرپورټ تعينات امېګرېشن شفټ عمله معطل كړے۔ او ياد شوي امريكائي وګړي ته هوسټن څخه د وېزې جاري كؤونكې پاكستاني سفارت چاروكو څخه هم ځواب غوښتلے شوے۔ د هغوي په ضد به هم كاروائي كولې شي۔ د داخله وزارت وياند ترمخه میتھیو بریټ نومې امريكائي وګړې د خالي په سهار اسلام آباد ايئرپورټ ته راورسېد۔ دا وګړے شپږ كاله وړاندې په مشكوك ھلو ځلو كښې دككړ كېدو په بنياد بلېك لسټ كولو سره هېواد څخه بهر كړے شوے ؤ۔ په ائیر پورټ موجود امېګرېشن چارواكو د غفلت څرګندونه كولو سره ده ته اميګرېشن وركولو سره پاكستان ته د داخلېدو اجازه وركړه۔ وياند وئيل د دې پیښې اطلاع داخله وزير ته ورسېده نو هغه پرې سخت نوټس واخست۔ ده د امېګرېشن اهلكارو د فوري معطلۍ حكم جاري كړو۔ په امېګرېشن ډېسک موجود د اېف آئي اے دواړه اهلكار نيولي شوي دي۔










