وزیراعظم محمد نواز شریف د هېواد په بېلو برخو كښې د توان روانو منصوبو په وخت تر پايې رسولو هدايت وكړو۔ د روانو منصوبو بشپړ كېدو سره به هېواد كښې تل له د لوډشېډنګ خاتمه وشي۔ د برېښنا پېداوار كښې زياتوالي سره به صنعتي هلې ځلې وده ومومي۔ د وزيراعظم نواز شريف د توان په اړه غونډې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د هېواد په بېلو برخو كښې د توان روانو منصوبو په وخت تر پايې رسولو هدايت كولو سره وئيلي دي زه به پخپله هر دوه اونۍ پس د دې پروژو د پېشرفت جاج اخلم۔ وزيراعظم ووئيل زه به د پروژو په وخت ترسره كېدو لپاره پخپله د سائټس دورې كوم۔ ده د خالي په ورځ د توان په …

اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د هېواد په بېلو برخو كښې د توان روانو منصوبو په وخت تر پايې رسولو هدايت كولو سره وئيلي دي زه به پخپله هر دوه اونۍ پس د دې پروژو د پېشرفت جاج اخلم۔ وزيراعظم ووئيل زه به د پروژو په وخت ترسره كېدو لپاره پخپله د سائټس دورې كوم۔ ده د خالي په ورځ د توان په اړه د يوې غونډې مشري كوله۔ وزيراعظم ووئيل د روانو منصوبو ترسره كېدو سره به نېشنل ګرډ كښې د برېښنا ښكاره اضافه وكړې شي چې ورسره به هېواد كښې د لوډشېډنګ ټول عمري له خاتمه وكړې شي۔ د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شريف ٬ د پېټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ٬ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او نورو اعلی چارواكي غونډه كښې موجود وو۔ د اوبو او برېښنا وفاقي سېكتر غونډې ته بريفېنګ كښې ووئيل كال 2016ﺀ د برېښنا پېداوار په لړ كښې د تېرو 10 كلونو څخه زيات مستحكم كال رامخې ته شوې۔ وزيراعظم ته د 2017ﺀ څخه تر مارچ 2018ﺀ موده كښې د برېښنا بشپړ كېدونكو پېداواري منصوبو په اړه ووئيلې شو۔ په دې منصوبو كښې ګدو پاور پراجېكټ ٬ نندي پور پاور پلانټس او د پنجاب اېل اېن جي سره چلېدونكې 3 پاور پلانټس هم شامل دي۔ كومو څخه چې به 24 سوه مېګاواټ برېښنا ترلاسه كولې شي۔

مزید خبریں