پاك چین اقتصادي لاره به ټولې منطقې له ګټوره ورګرځي۔اسحاق ډار

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي پاك چين اقتصادي لاره به نه يوازې دواړو هېوادونو له بلكې د مېنځنۍ اسياء ټولې منطقې له ګټوره ورګرځي۔د ميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل سي پېك منصوبې سره به سوكالي راشي ولې چې د دې په سېوري كښې رامخې ته كېدونكې د انفراسټركچر منصوبې به وروستو تر ګاٶنډي هېوادونو افغانستان او ایران پراخه كولې شي۔ده ووېيل بېلټ اېنډ روډ انېشیټیو له مخې سي پيك يو پائلټ پروژه ده كومه چې د توان ٬ مواصلات او انفراسټركچر په پروژو مشتمل ده ۔