د چورلكې اهلكارو حفاظت سره بېرته راوستلو له د رياست ټول ترلاسه وسائل په ښه ډول كارولې شي. د وزیراعظم محمد نواز شریف بیان

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي وفاقي حكومت افغانستان كښې اړوند چارواكو سره پرله پسې په تماس كښې دې چورلكې كښې د ناست اهلكارو حفاظت سره بېرته راوستلو له د رياست ټول ترلاسه وسائل په ښه ډول كارولې شي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي چې د عملے په حفاظت سره راخوشې كولو له رسمي او غېر رسمي ذريعې كارولې كېږي۔ده ووئيل مونږ د ټول ټيم تحفظ پحقله فكر مندي لرو چا چې په چورلكه كښې سفر كولو٬ مونږ افغان دولت ته د عملے په حفاظت او زر خوشې كولو كښې مرستې له باضابطه خواست كړې ٬ د عملے غړو د كورنيو غم او تكليف محسوسوو۔ وزیراعظم باور وركړو چې وفاقي حکومت او د ادارې لخوا د هر غړي په حفاظت سره بېرته راتګ باوري كولو له هر ډول ممكنه هڅې روانې دي ۔