د بلوچستان غېرتي او په هېواد ميئن اولس به ثابت قدمۍ او استقلال سره د پاكستان په ضد ټولو منفي ډنډورو او سازشونو ته ماتې وركړي اولس مشر ممنون حسېن

APP35-05 QUETTA: August 05 - President Mamnoon Hussain addressing the opening ceremony of First Open Balochistan Muhammad Ali Jinnah Shooting Championship 2016. APP

کوئټه 05 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان او په خاص توګه بلوچستان كښې د امن وضعه د تېرو څو كالو راهسې پرله پسې ښه كېدو پلو روانه ده او د دې كرېډټ امنيتي ځواكونو او ټولو قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره سره شعور او همت لرونكي اولس ته هم ځي٬د بلوچستان غېرتي او هېواد سره مينه لرونكي اولس په ثابت قدمۍ او استقلال سره د پاكستان په ضد ټولو منفي ډنډورو او سازشونو ته ماتې وركړې ٬ نن ټوله نړۍ زمونږ د قام د ترهه ګرۍ په ضد د پوخ عزم او بې مثاله قربانيو ستائنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټه كښې د فرسټ بلوچستان اوپن محمد علي جناح شوټنګ چیمپیئن شپ 2016 پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل ٬ ضرب عضب د عملياتو نه زيات يو ملي عزم ٬ نظريه او طرز فكر او عمل جوړ شوې او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو راتلونكي كال كښې به چې كله قام د آزادۍ ورځ لمانځي نو پاكستان به د نن نه ډېر زيات روښانه او سوكاله وي۔ ممنون حسېن ووئيل تر كال 1970 هېواد كښې د پرمختګ رفتار سم وو او د دې نه پس كرپشن او بدعنواني زياتېدو سره خرابۍ رامخې ته كېدې او كاركردګي متاثره كېده ٬ بېلې ادارې د كرپشن او بدعنوانۍ څخه ړنګې شوې٬ د بدعنوانه خلقو په ضد تېر وخت كښې معاشرتي رويې هم د دوي د حوصله شكنۍ سوب ګرځېدې او د بې ايمانه خلقو څخه به ډډا كېدله ٬ په اوسني وخت كښې د فرش شناس اېماندارو او مخلص خلقو ډاډګيرنې ته اړتيا ده څوك چې پاكستان خپل اصلي منزل ته بوتللې شي د كوم خوب چې قائد او اقبال ليدلې ٶ۔ده ووئيل مونږ كښې هر يو كس دې دا پوخ عزم وكړي چې د كرپشن په خاتمه كښې به خپله برخه كار كوي او د دې ښه طريقه دا ده چې كرپټ او بدعنوانه خلق په سمه لاره روانولو له قائل كړي او يا د دوي څخه بائيكاټ وكړې شي كه چرې داسې ونه كړې شول نو مونږ به د پرمختګ هدفونه ترلاسه نه كړې شو۔ اولس مشر ووئيل د سي پېك منصوبې په روټ كښې به د يو انچ بدلون نه كيږي۔ پاك چين اقتصادي لارې بشپړېدو سره به پاكستان د منطقې يو مهم هېواد جوړ شي او د ګاونډي هېوادونو٬ افغانستان ،ایران او هند پشمول ټوله مينځنۍ اسياء ته به دې منصوبې څخه ګټه ورسي۔ده ووئيل د دې منصوبې د اهميت اندازه د دې خبرې نه لګېدې شي چې د تېرو دوه كالو په مهال د مېنځنۍ آسياء د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د خپل خپل هېواد رابطه سي پېك سره تړلو كښې خوښي ښكاره كړې وه۔ په سي پېك كښې د نيوكليئر څخه د توان ترلاسه كولو 4 منصوبې شامل دي چې پكښې دوه ترسره شوې دي او په دوو كار روان دې دې سره سره سكرو٬ لمر او نورو ذريعو څخه د برېښنا ترلاسه كولو منصوبې شامل دي چې له مخې به ئې تر كال 2018 هېواد كښې لوډشېډنګ ختم يا كم شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل هېواد كښې د پسماندګۍ خاتمې له د مېرمنو تعليم او تحقيقي زده كړې ته پاملرنه پكار ده۔ مېرمنې دې خپلو ماشومانو ته د تعليم ترغيب وركړي او انجونه دې ټول خنډان لرې كولو سره تعليم ترلاسه كولو ته پام وكړي ۔اولس مشر ووئيل چې ما د تعليم وزير ته سفارش كړې چې د پرائمري تعليم دې مېرمنو ته وسپارلې شي ولې چې مېرمنې نه يوازې ماشومانو ته په مينه او شفقت تعليم وركوي بلكې ځينې داسې كورنۍ چې ھغوې خپلو جينكو ته مخلوط تعليم نه وركول غواړي هغوي ته به هم آسانۍ ترلاسه شي۔اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان اوپن محمد علي جناح شوټنګ چیمپیئن شپ 2016 ټولې انتظاميې ته مباركي وركولو سره ووئيل چې په دې 7 ورځو كښې به ټول ګډون كوٶنكي د خپل هنر او پوهې د لارې د صوبې او هېواد نامه روښانه كړي ۔ده ووئيل په دې جام كښې د زلمو او مېرمنو ګډون زمونږ د ښه او رامخې ته كېدونكې ټولنې عكاسي كوي چې مونږ ورته په درنه سترګه ګورو۔ده ووئيل په چېمپئن شپ كولو د بلوچستان حكومت او پاك آرمي ته پېروزنې وړاندې كوم۔ جنرال عامر ریاض د امن په بحالۍ كښې د پاك آرمي ٬ اېف سي ٬ پوليس ٬ لېويز ٬ بلوچستان كانسټېبلري او د سول بېورو كېرسي خدماتو ته پېروزنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلي وكړو چې ټولې امنيتي ادارې به د صوبې پرمختګ او د امن په بحالۍ كښې حكومت سره اوږه په اوږه ولاړې وي ۔دې څخه وړاندې اولس مشر ممنون حسېن فائرنګ پوائنټ ته لاړو او د بلوچستان وړومبي اوپن محمد علي جناح شوټنګ چیمپیئن شپ 2016ء پرانسته ئې وكړه ۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ ، وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهرې ، سپیکره راحیله حمید دراني ، د سدرن کمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عامر ریاض ، صوبائی داخله وزیر میر سرفراز بګټي هم موجود وو۔د دستورې په پائي كښې اولس مشر ممون حسېن د بېلا بېلو سټالونو دوره هم وكړه۔