جنرال راحیل شریف سره د ملګرو ملتونو خاص استازې ټاډامیچی یاماموتو وليدل، په ملاقات كښ په افغانستان كښې د سلامتیا پھ صورتحال او د تفاهم په عمل خبرې وشوې

APP03-05 RAWALPINDI: August 05 - Ambassador Tadamichi Yamamoto, Japan’s Special Representative of UN Secretary General for Afghanistan called on Chief of Army Staff General Raheel Sharif at GHQ. APP

پينډۍ 05 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سر لښكر جنرال راحیل شریف سره د ملګرو ملتونو خاص استازې ټاډامیچی یاماموتو په جي ايچ كيو كښې ملاقات كړے۔ د آئی اېس پی آر له مخې د ملاقات په مهال په افغانستان كښې د سلامتیا پھ صورتحال او د تفاهم په عمل خبرې وشوې۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د ترهه ګرۍ په ضد د روانو ضرب عضب عملياتو او سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان د وسله والو ځواكونو قربانۍ او هڅې وستائلې۔