فورم ته پراختيا وركول او مخ په وړاندې بوتللو له به غړيو هېوادونو له به ذاتي او خاص اېجنډا پرېخودل وي

APP36-02 ISLAMABAD: August 04 – Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan chairing 7th SAARC Interior Ministers meeting. APP

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي د سارك د كورنيو چارو وزيرانو كنفنرس د اېجنډې په اعتبار كامياب ٶ٬ دې فورم ته پراختيا وركول او مخ په وړاندې بوتللو له به غړيو هېوادونو له د ذاتي او خاص اېجنډې نه بهر راوتل وي٬ د هند او د يو بل هېواد لخوا په سارك غونډه كښې د روايت نه اخوا د سياسي بيان وركولو هڅه وشوه نو په مړانه ما د پاكستان اصولي دريځ وړاندې كړې٬ ” د ترهه ګرۍ په بهانه د آزادۍ تحريكونه ختمېدې نشي ٬ دغه حق د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې وركړے شوې ٬ د ترهه ګرۍ په نامه د امنيتي ځواكونو لخوا وګړي په نښه كول ناوړه عمل دے ٬ د ترهه ګرۍ په نام په بې ګناه كشميريانو ظلم ته به څه نامه وركوٶ، ټوله نړۍ او په خاص توګه هند چې د ويزې اجراء له كومه تګلاره خپلوي يا شرط لګوي ھغسې به هغه هېواد سره سره په پاكستان هم شرطونه وا ضوابط ساتي ۔د زيارت په ورځ د سارك داخله وزيرانو د كنفرنس پائې غونډې ته او خبري كنفرنس ته چوهدري نثار علي خان ووئيل غونډه په ښه ماحول كښې شوې او د غړيو هېوادونو استازو د چيئرمېن په توګه زما د كردار ستائنه كړې۔په غونډه كښې ټولو هېوادونو په اېجنډا خپل خپل دريځ رامخې ته كړې ۔ غونډه كښې د ويزې آسانيو او د قاچاق په مخنيوي خبرې شوې٬ د سارك داخله وزيرانو د غونډې اېجنډا پائې ته رسېدلې ٬د سارك راتلونكې غونډه به سري لنكا كښې كېږي۔ ده ووئېل يو روايت دے چې د سارك په فورم پھ سياسي چارو خبرې نه كېږي خو د داخله وزيرانو پھ غونډه كښې د سياسي بيانونو ځواب وركولو پريكړه شوې وه ٬كه څوك زمونږ نه تحفظات لري نو مونږ هم د هغوي په اړه هغسې تحفظات لرو ٬ داخله وزير ووئېل ما د پاكستان د ګټې او موقف ترجماني كړې۔داخله وزير ووئيل كوم هم هېواد دې د ترهه ګرۍ په نامه د آزادۍ تحريكونو ته د زيان رسولو هڅه نه كوي۔د نړۍ كوم هم قانون د دې اجازه نه وركوي چې د ترهه ګرۍ په نامه په بې ګناه وګړيو ډزې وكړې شي٬هغوي شهيدان كړی شي او په هغوي تشدد وكړی شي۔ده ووئيل ممبئ٬ډهاكه او پټهان كوټ كښې چرته هم چې ترهه ګري شوې د غندنې وړ ده خو د پاكستان څخه زيات كوم هم هېواد د ترهه ګرۍ له امله ځپلې شوې نه دې٬ ده ووئېل پاكستان كښې د آرمي پبلك سكول٬ګلشن اقبال پارك او خېبرپښتونخوا كښې هم د ترهه ګرۍ لويې پیښې رامخې ته شوي بايد د هغې هم غندنه وكړی شي۔ده ووئيل پاكستان چرته هم د خبرو اترو تمبې بندې كړې نه دي٬عزت او وقار سره خبرو اترو له چمتو يو۔ده ووئيل نړۍ چې څنګه هم سلوك كوي هغسې سلوك به ورسره كولې شي۔ده ووئيل بايد د يوبل په ضد د تورونو لګولو سياست بند كړې شي٬ذاتي او خاص ايجنډا پرېښودو نه غېر څوك هم مخ پھ وړاندې نه شي تللې۔ده ووئيل ما په غونډه كښې هم دا تجويز وړاندې كړې ٶ چې د غونډې نه وړاندې يا وروستو د غړيو هېوادونو داخله وزيران دې غېر رسمي خبرې وكړي او چې ښكاره خبرې وشي نو ډېرې چارې هوارېدې شي خو د يو هېواد لخوا د مخالفت نه پس دا تجويز ما بېرته واخست ولې چې پاكستان په كومه هم معامله كښې د كوم هېواد منت نشي كولې ۔نثار علي خان ووئېل پاكستان كله هم د خبرو دروازې نه دي بندې كړې ٬ عزت او درناوي سره خبرو له چمتو يو ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې چوهدری نثار علی خان ووئيل وزیراعظم هاؤس كښې په مهمه غونډه كښې د ګډون كولو سوب د سارك هېوادونو د داخله وزيرانو غونډه نه وه ٬ ده ووئېل ما ته دا پېغام راكړے شوې ٶ چې د هند داخله وزير پوښتنه كوي كه ته په ماسپخين ډوډۍ كښې ګډون كوې نه زه هم ګډون كوم خو نو ما بخښنه وغوښته ولې چې ما د وړاندې نه لوظ كړې ٶ۔ ده ووئيل د سارك داخله وزيرانو غونډې په پېل چې ټول داخله وزيرانو يو بل له لاسونه وركول نو ما هم د هند داخله وزير سره ستړي مشي كړي وو او د دې نه علاوه زما ھغه سره نېغ په نېغه نه ملاقات او نه خبرې شوې ۔ د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د سارك داخله وزيرانو غونډې په دويمه برخه كښې د يو هيواد نمائندہ موجود نه وو ‘د هغه غير موجودګۍ په اړه ځواب هغه پخپله وركولې شي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب چوهدری نثار علی خان ووئيل د داخله وزير په حيث زه باور دركوم چې ټوله نړۍ او په خاص توګه هند چې د ويزې اجراء له كومه تګلار خپلوي يا شرط لګوي ھغسې به پاكستان سره هم شرطونه وا ضوابط ساتي۔