پخواني ګورنر سردار مهتاب احمد خان ګهوسټ سكولونو او روغتونونو نوټس اخستس وو

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر سردار مهتاب احمد خان د ګهوسټ سكولونو او روغتونونو نوټس اخستې وو او د سكولونو څخه ماشومان نورو تعليمي ادارو ته د منتقل كولو ئې سپارښتنه كړی وه خو دا ښكاره سپارښتنه وه چې كوم هم سركاري ملازم به د نوكرۍ څخه ويستلې نه شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د محمد جمال الدين د فاټا بېلو پرمختيائي سكيمونو خارجولو په اړه د پام راګرځونې په نوټس وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل د كے پي كے پخواني ګورنر سردار مهتاب احمد خان د ريشنلاايئزېشن پالېسي ځكه معرفي كړی وه چې پھ ځينو سيمو كښې ګهوسټ سكولونه او روغتونونه وو۔ده ووئيل د داسې ځايونو څخه ماشومان نورو سكولونو ته د منتقل كولو امر شوې وو خو هغه سپارښتنه كړی وه چې كوم هم ملازم به د نوكرۍ څخه ويستلې نه شي۔د دې مقصد سركاري آسانيو څخه ښه ګټھ پورته كول وو۔د پام راګرځونې په نوټس د جمال الدين٬شاهده اختر علي او آسيه ناصر د پوښتنې په ځواب عبدالقادر بلوچ ووئيل قبائېلي اولس او په خاص توګه د سوئېلي قطبي وزيرستان اولس هېواد لپاره قربانۍ وركړی ٬ دا وخت د هغوي ډاډګيرنې دې۔قبائېل كه خوشحاله نه شو نو فاټا كښې به امن څنګه راځي