د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې بشپړېدو سره به صوبه د پرمختګ نوې مزل پېل كړي

APP75-04 QUETTA: August 04 – President Mamnoon Hussain exchanging view with Balochistan Governor Muhammad Khan Achakzai and Balochistan Chief Minister Sanaullah Khan Zehri. APP

کوئټه 04 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي بلوچستان د خوشحالۍ په لار روان دے٬ د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې بشپړېدو سره به صوبه د پرمختګ نوې مزل پېل كړي٬ د پاك چين اقتصادې لارې پروژې ٬ د ګوادر بندر ځائ اپ ګرېډېشن٬ د ګوادر پورټ اېكسپرېس وے او ګوادر نړيوالي هوائي مېدان به صوبه كښې معاشي پرمختګ باوري كړي٬ دې پروژو څخه به د روزګار موقعې هم رامخې ته شي۔ اولس مشر دا خبرې د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ او وزیراعلیٰ نواب ثناء اﷲ زهري سره ملاقات كښې كړې۔اولس مشر بلوچستان كښې د امن په ښه وضعه د اطمينان څرګندونه وكړه او وئ وئيل تند خوښو سره به سختي كولې شي ۔ ده ووئيل د بلوچستان امن او پرمختګ كښې كمې نه پرېږدو۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې بشپړېدو سره به صوبه د پرمختګ نوې مزل پېل كړي٬ د پاك چين اقتصادې لارې پروژې ٬ د ګوادر بندر ځائ اپ ګرېډېشن٬ د ګوادر پورټ اېكسپرېس وے او ګوادر نړيوالي هوائي مېدان به صوبه كښې معاشي پرمختګ باوري كړي٬ دې پروژو څخه به د روزګار موقعې پېدا شي ۔ده ووئيل حکومت بلوچستان نورو صوبو سره برابرولو له روانې پرمختيائي پروژې په وخت ترسره كولو له لوظي دے ۔اولس مشر د صوبې د اولس خدمت لپاره د صوبائي حکومت د کردار ستائنه كولو سره ووئيل پرمختيائي پروژو كښې سپېځلتيا او ښه معيار باوري كولو له دې پرله پسې څارنه باوري كړې شي ۔ ده ووئيل بايد د روانو منصوبو سپېځلتيا او اعلٰې معيار باوري كړې شي ۔ د بلوچستان ګورنر او وزیراعلیٰ د صوبې په پرمختګ كښې په خوښې لرلو د اولس مشر مننه كولو سره اولس مشر صوبه كښې د پرمختيائي پروژو نه خبر كړو ۔دوي صوبه كښې پرمختګ باوري كولو له د وفاق د مرستې او آسانيو د وركړې مننه وكړه