کوئټه 04 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن كوئټه ګورنر هاوس ته په رسېدو د بلوچستان پوليس لخوا ګارډ آف آنر وړاندې كړې دې۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ ٬ اعلٰې وزير نواب ثناء اﷲ زهري او نورو چارواكي موجود وو۔اولس مشر په دوه ورځنۍ دوره كوئټې ته تللې دې ۔ اولس مشر به د خپلې دورې په مهال د بلوچستان ګورنر او اعلٰې وزير سره ملاقاتونه كوي او د بلوچستان د مجموعي وضعې به جاج اخلي