
پنډۍ ۔31جولائی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئيلي دي د اولس او پاك پوځ بلها قربانيو په نتيجه كښې نن مونږ د امن فضا كښې ساه اخلو۔ ضرب عضب عمليات د دې جذبې او كلك يقين تسلسل دے۔ پياوړې امن ترلاسه كولې له به زمونږ دا سفر په ټول هېواد كښې مضبوط عزم سره روان وي۔ په دې سفر كښې د كاميابۍ دارومدار د اولس په بشپړ ملاتړ او د زلمي كول په بنيادي كردار دے۔ په ترهه ګرو او د دوئي په مرسته كوؤنكو زمكه تنګه شوې۔ او كه لوئے څښتن ته منظور وي هغه ورځ لرې نه ده چې زمونږ هېواد به په ټوله نړۍ كښې د تعليم ٬ پرمختګ ٬ امن او سلامتيا پېژندګلو وګرځي۔ پاك پوځ به د ګران هېواد دفاع او اولس لپاره د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه نه كوي۔ ده د اتوار په ورځ د شيندور فيسټيول ګډون كوؤنكو ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه دې فیسټیول كښې اعلی پوځي او سول چارواكو ٬ د ګلګت بلتستان او چترال انتظاميې ٬ ځائي او بهر هېوادونو څخه راغلې مېلمنو ګډون كولو۔ د پوځ سرلښكر ووئيل ماته په دې خوشحالي شوے چې نن زه شندور كښې د چترال او ګلګت بلتستان غېرتي او صلاحيت لرونكو ځوانانو په مينځ كښې يم۔ لوئے شمېر كسانو دې فيسټيول كښې ګډون كولو سره چې د كومې مثالي جذبې څرګندونه كړې د ستائلو ده۔ ده ووئيل دا فيسټيول د ځائي او نړيوالې سېلګرۍ ودې له خوشبين دے بلكې ترهه ګرو ته يو پېغام دے چې بې ويرې به مونږ خپل روايات جاري ساتو۔ ده ووئيل ماته معلومه ده چې د چترال او ګلګت بلتستان اولس سخت وخت څخه تېریږي۔ دا سيمه د لرې كېدو په سوب ځينو آفتونو سره هم مخ پاتې شوې۔ په دې ټولو آفتونو او سخت وختونو كښې د پاك پوځ او اېف سي ځوانانو او ډاكټرانو دلته د وګړو په زړه پورې مرسته كړې۔ د پاك پوځ ټولو چورلكو ژوبل او سېلاب كښې ګېر كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې او يو شمېر ريليف كېمپونه ئې جوړ كړي۔ اېف ډبلیو او 50 څخه زياتو ځايونو كښې پلونه او مهمې لارې په وخت مرمت كولو سره د تګ راتګ آساني بحال كړې۔