چين كښې سېلاب 75 كسان وژلي او ګڼ بې دركه شوي

بيجنګ 21 جولائي (اے پي پي) چين كښې سېلاب د ګل د ورځې نه تراوسه 75 كسان وژلي او ګڼ بې دركه كړي دي ۔دا خبره د چينائي حكومت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې شوې۔د چين پايه تخت بيجنګ پشمول د هېواد په شمالي برخو كښې سخت بارانونه روان دي۔سږ كال په دې بارانونو او سېلاب كښې 576 كسان مړه او بې دركه شوي۔په بيجنګ كښې تېره ورځ د پرله پسې بارانونو له امله د سلګونو په شمېر پروازونه معطل كړې شوي دي